د سولي ولسي حرکت غړي: جګړه د ملکیانو په وژنو نه ګټل کېږي

روهي( یوه نۍ/۱۳ د سلواغې )، د سولي ولسي حرکت غړو په کندهار کي د یوه لاریون پر مهال له افغان حکومت او ناټو ځواکونو څخه وغوښتل چي نور ملکیان ونه وژني او نه هم جګړه د ملکیانو په وژلو ګټل کېږي.
 

د یاد حرکت غړو په هلمند، ارزګان، زابل، کندز او میدان وردګ ولایتونو کي د ملکي کسانو پر وژنو خواشیني څرګنده کړه او له مسؤلینو ئې د داسي پېښو د مخنیوي جدي غوښتنه وکړه.
 
په دغه لاریون کي یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د جنګ بس دی، غوښتنه وشوه.

لاریونوالو پر حکومت او طالبانو ږغ وکړ چي نور باید دې پردۍ جګړه کي افغانان قرباني ورنه کړي.

په لاریون کي پر ولس ږغ وو چي نور باید د ظلم او تېریو په وړاندي ږغ پورته کړي.