ننګرهار کې دوه تنه د ۱۱۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

 
تېره ورځ د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دور بابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي او یادو کسانو ۱۱۳۰ کیلو ګرامه چرس په ۹۴۲ پاکټونو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو.

دوربابا د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې د پاکستان سره پر کرښه نژدې پرته ده.