هندوستان هېواد خپله دفاعي بودیجه کې ۶ سلنه زیات والی راوستی

روهي( یوه نۍ/۱۳ د سلواغې )، د هندوستان خپله دفاعي بودیجه ۶٪ سلنه زیاته کړې او په راتلونکي مالي کال کې یې شاوخوا ۳۴ ټریلیونه هندي روپۍ ځانګړې کړي.

د هندي رسنیو په وینا، د مالیې وزیر نرملا سیټارامن د هغې دوه نیم ساعته وینا کې د اتحادیې بودیجه وړاندې کړه، کوم چې تر دې دمه د۲۰۰۳ م کال څخه د زیاتې دفاعي بودیجې لوړ ریکارډ خپل کړ ، دمخه په مجلس کې د بودیجې ویناوو کې ترټولو اوږده وینا وه.

 
د مودي حکومت خپل دفاعي لومړیتوبونه د دفاعي بودیجې ۶ سلنه لوړولو سره لوړ کړي دي. بودیجه به عصري وسلې، جنګي الوتکې، جنګي کشتۍ او نور نظامي تجهیزات واخلي.