
روهي( یوه نۍ/۱۳ د سلواغې )، افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به نن ورځ ۱۲:۳۰ بجې د نړیوال جام لوبو د پنځم مقام خپلولو په موخه د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د سیالې اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.
افغان لوبډله په نړیوال جام کې د مخ ته تګ څخه پاتې ده او دا لوبه به یواخې د پنځم مقام ترلاسه کولو په خاطر ترسره کړي.
افغان لوبډلې ته د پاکستان لوبډلې د مخ ته د تلو مخه ونیوله.