ډاکتر زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی

روهي( یوه نۍ/۱۳ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود ډاکټر زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړل.
افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په اشارې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یو.
ډاکټر خلیلزاد زیاته کړه، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. نوموړي همدا ډول پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه مالومات ورکړل او وې ویل، له دوی سره مو پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.
-