له بې وزلۍ کرکه

له بې وزلۍ کرکه 
 
په ټوله معنا او له هره اړخه باید له بې وزلۍ ووېریږو تر څو بډایه شو









لړلیک 
پایله او د بې وزلۍ په اړه وروستي ټکي:
سوالګري د بې وزلۍ یو بل هغه لوی زیان، چې د انسان غرور هسکه ملا ماتوي
که شتمني او بډایي ونه ټاکئ، نو باید یو شتمن کس ته کار وکړئ
له یوې کورنۍ سره د بې وزلۍ تر ټولو لوی ظلم بې کوري یا بې کوره توب دی
تن پلورنه خوند اخېستل نه دي بلکې د بې وزلۍ یو ځنګزن زیان یا عوارض دی
په نشه يي توکو روږدېتوب لوی لامل بې وزلي او تنګ لاسي ده
زموږ اوسنی ژوند زموږ واقعیت دی، موږ باید په ټوله کې له بې وزلۍ وډار شو
د بډایه ژوند او بې وزلۍ تر منځ توپېر نه شو کولای
موږ غواړو چې بډایه شو، خو د بې وزلۍ ژوند شرایطو سره موږ عادت شوي یو

 
موږ غواړو چې بډایه شو، خو د بې وزلۍ ژوند شرایطو سره موږ عادت شوي یو
موږ غواړو چې بډایه شو. موږ موخې لرو او په ټوله معنا په دې هڅه کې یو، چې خپلو دې موخو ته ورسېږو. موږ هېلې لرو او په دې هڅه کې یو، چې هېلې تر لاسه کړو یا ور ورسېږو او دې هېلو ته رسېدل زموږ ژوند ښه او غوره کوي، دا هغه څه دي، چې تاسې یې وایی، خو هغه شرایط چې تاسې پکې اوسئ او ژوند پکې کوئ ترېنه راضي یاست او دا شرایط مو د یو واقعیت په ډول منلي دي. 
 
تاسو دوې ټاکنې لرئ؛ یا به بډایه کېږئ یا به په اوسنیو شرایطو کې پاتې کېږئ او پر مختګ به نه کوئ. اوس نو باید له دې شرایطو سره څه وکړئ؟ دا چې اوسني شرایط موږ ته دې منلو دي یعنې که بډایه نه شو، نو څه له لاسه نه ورکوو، خو که بډایه شوو نو ژوند مو بدلون کوي. 
 

  • موږ بډایه کېږو نه ، ځکه له بډایه توبه وېره نه لرو.
  • موږ هېڅکله نه بډایه کېږو، ځکه خپل اوسني شرایط مو منلي یا قبول کړي دي. 
  • موږ نه بډایه کېږو، ځکه د ژوند اوسني شرایط مو د یو واقعیت په توګه منلي دي. 
نو ځکه خو ویلای شو، چې له دې شرایطو او اندونو سره بډایه توب نا شونی دی
  • د بېلګې په ډول : موږ که له لوړ یا هسک ځایه وډار شو، نو هېڅکله به لوړ ځای ته پورته نه شو. موږ که له مسمومېدو ووېرېږو، نو هېڅکله به خرابه شوې مېوه ونه خورو.
 
بې وزلي یا فقر هم همداسې ده. موږ که له بې وزلۍ ونه وېریږو، هېڅکله نه بډایه کېږو. موږ که له بې وزلۍ کرکه ونه کړو، نو هېڅکله به بډایه نه شو. موږ که د ژوند له اوسنیو شرایطو ونه وېریږو، نو هېڅکله به د بډایه توب لپاره ګام اوچت نه کړو. 
 
د بډایه ژوند او بې وزلۍ تر منځ توپېر نه شو کولای
موږ خپلې هېلې په خپل ذهن کې ساتو او مرور پرې کوو او دغه راز بل لور ته خپل اوسنی ژوند هم څېړو او ارزوو یې. 
 
ددې څېړنو او ارزونو څخه وروسته دې پایلې ته رسېږو، چې که چېرې خپلو هېلو ته ورسېږو نو یو غوره فوق العاده احساس به تجربه کړو. 
 
  • ځکه هر هغه څه چې مو خوښ دي اخلو به یې. 
  • هر هغه کار چې موږ خوښ دی تر سره به یې کړو. 
  • پر خپلو پیسو به پانګونه وکړ، چې څو برابره ګټه ترې تر لاسه کړو. 
  • خپل کسب او کار به پیل کړو، څو پیسې مو راته کار وکړي. 
  • بیلابیلو هېوادونو ته به سفر وکړو. 
  • بیلابیلې میلې او منظرې به وکړو. 
  • بیلابیلو هوټلونو ته ولاړ شو. 
خو که چېرې خپلو هېلو ته ونه رسېږو، نو په همدې اوسنیو شرایطو کې به لاس او پښې وهو او اوسو به پکې، ستونزه دلته ده، چې اوسني شرایط موږ ته راضي کوونکي دي او موږ هم د خپلو لویو هېلو نه رسېدو او د بډاینې په تړاو کومه وېره نه لرو. 
 
له خپل ځان سره دا نه وایو، چې موږ په اوسنیو شرایطو کې یوو، یا کولای شو پرمختګ وکړو او بډایه شو او یا هم خپل اوسني ژوند ته دوام ورکړو. 
 
موږ باید دې ته لیوال واوسو، چې د خپل ژوند واقعیت ته بدلون ورکړو او د همدې په دوام کې باید د ځانګړو کارونو یا چارو تر سره کولو او د خپل لېد لوري او فکر په بدلولو سره کولای شو، چې په ټولېزه توګه خپل مالي ژوند بدل کړو. 
 
زموږ اوسنی ژوند زموږ واقعیت دی، موږ باید په ټوله کې له بې وزلۍ وډار شو
 زموږ د ژوند اوسني شرایط زموږ له بډاینې سره هېڅ مرسته نه کوي. تر هغو چې موږ له بې وزلۍ کرکه ونه کړو، نو بډایه کېدای نه شو. 
 
له بې وزلۍ او بې وزله کېدو او بې وزله پاتې کېدو کرکه د ژوند تر ټولو ارزښتمنه وېره ده. دا موضوع تر دې حده مهمه ده، چې موږ په همدې موخه ویب پاڼه هم جوړه کړې ده. 
 
موږ باید تل هغه لوري او موارد وڅېړو، چې که چېرې بډایه نه شو، نو کوم شرایط موږ ته په تمه دي او زموږ په ژوند کې رابرسېره او را څرګندېږي. 
په نشه يي توکو روږدېتوب لوی لامل بې وزلي او تنګ لاسي ده
ولې زموږ ستاسو په هېواد کې د روږدو سلنه ډېره ده؟ آیا دا د نشه يي توکو سره لیوالتیا ده او که تفریح او خوند اخېستل؟
 
نه ! یوازېنی دلیل یې بې وزلي ده. 
هغه څوک چې نه شي کولای د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي، نو نور ژوند کولو ته هېله نه لري او د ژوند پرمخ وړلو او ژوند کولو ته یې یوه ټاکنه دا ده، چې نشه يي توکي وکاروي. په دې ټاکنې سره په دې هڅه کې دی، چې لږ تر لږه په دې شرایطو کې د ژوند سختۍ کمې وګالي او ویې زغمي. 
 
دغه راز په دې ټاکنې سره دا هڅه کوي، چې پر ده د ژوند فشار په یو ډول د زغملو وړ کړي. 
 
خو روږدېتوب د حل لارې په توګه یوازېنۍ ټاکنه نه ده، خو له بده مرغه خلک یې د ژوند کړاوونو زغملو لپاره یوازېنۍ حل لاره بولي او ټاکي یې. هو ! روږدېتوب یوه له هغو ستونزو څخه ده، چې له بې وزلۍ ، تنګلاسۍ او د پیسو نه شتون څخه رامنځته کېږي. 
 
اوس ټاکنه له موږ سره ده. بې وزلي وټاکو او که بډاینه؟ خو که چېرې اوس هم بې وزلي ټاکئ، نو د لېکنې دوام ولولئ!
 
تن پلورنه خوند اخېستل نه دي بلکې د بې وزلۍ یو ځنګزن زیان یا عوارض دی
تن پلورنه یوه داسې مسئله، چې په رښتیا سره هم په اړه یې لیکنه کول ستونزمنه ده. 
 
په ژوند کې د بې وزلۍ، تنګ لاسۍ او بې پیسه توب یو بل عوارض تن پلورنه ده، تن پلورنه هېڅ کوم بل دلیل له ځانه سره نه لري، ولې باید یوه درنه میرمن تن پلورنې ته مخه  کړي او دا یې ټاکنه وي؟. باید بیا هم یادونه وشي، چې تن پلورنه یوازېنۍ ټاکنه نه شي کېدای، خو یو شمېر خلک شته ، چې د ډېرو پیسو لپاره دا ټاکنه کوي. 
 
دا سمه ده، چې موږ باید له ژونده خوند واخلو او باید مېلې او منظرې وکړو، خو تن پلورنه د تفریح یا مېلې لپاره نه ده، بلکې یوازېنی دلیل یې بې وزلي ده. 
 
  • یوه درنه میرمن بې وزله او تنګلاسې شوې. 
  • نه شي کولای خپلې اړتیاوې پوره کړي. 
  • یا کېدای شي دا خپلې کورنۍ اړتیاوې بشپړې کړي. 
د بې وزلۍ، تنګلاسۍ، لوږې او فقر په دې سختو شرایطو کې یې یوازېنۍ مسئله، چې نه یې غواړم ویې لیکم ذهن ته ورځي. 
 
بې وزلي او د پیسو نشتوالی ددې لامل کېږي، چې یوه درنه ښځه له دې ډول ناوړه شرایطو سره مخ شي. 
 
اوس ټاکنه له موږ سره ده، چې آیا بې وزلي وټاکو او که بډایي یا بډایتوب؟ که چېرې اوس هم فقر زموږ ټاکنه وي، نو بیا هم وړاندې لیکنه ولولئ، چې هر څه درته لا زیات روښانه شي. 
له یوې کورنۍ سره د بې وزلۍ تر ټولو لوی ظلم بې کوري یا بې کوره توب دی
بې کوري د بې وزلۍ او تنګلاسۍ یو تر ټولو لوی لامل دی، چې له امله یې کورنۍ سرګردانه ژوند لري. 
 
د کور نه درلودل د پیسو نه لرلو له امله دي.
له بده مرغه په رښتیا سره هم دا ټولو موارد ځوروونکي دي، خو بیا هم زموږ ټاکنه اوسنی ژوند او په اوسنیو شرایطو قناعت او ګوزار کول دي؛ داسې چې اوسني د منځني حالت کې روان ژوند شرایط مو واقعیت بللی او منلي مو دي. 
 
زموږ ستاسو په هېواد کې داسې کسان شته، چې د کور نشتوالي له امله په پارکونو او ګوښه ځایونو کې په شاړه بیدیا شپې سبا او ورځې بیګاه کوي، خو بیا هم یادونه کوو، چې زموږ ټاکنه یوازې بې کوره توب نه شي کېدای، ځکه که چېرې پیسې ونه لرو؛ 
  • نه شو کولای، چې کور واخلو. 
  • نه شو کولای، چې کور کرایه کړو. 
  • نه شو کولای، چې یو کور په ګروۍ ونیسو. 
 
د هغې ورځې په حال افسوس په کار دی، چې د بې وزلۍ له امله مو کورنۍ هم له موږ سره یو ځای په کړاو کې ژوند تیر کړي. تاسې داسې انځور کړئ، چې که چېرې مو د یو بې کوره په شاړو مځکو او پارکونو کې د شپو سبا کوونکو ژوند درلودای.
 
رښتیا هم چې دردوونکې ده، په تېره هغه مهال چې مو کورنۍ هم راسره وي. 
  • د کورنۍ لوږه او تنده یوې خوا ته 
  • د کورنۍ نورې اړتیاوې بل خوا ته 
  • او بل لور ته هم بې کوره توب او په پارکونو کې د شپو سبا کول. 
 
کورنۍ او زموږ ستاسو ټول هېوادوال اصلا لوړ ارزښت لري او د غوره خلکو وړتیاوې لري، خو دا څه مې چې ولیکل په حقیقت کې زموږ ستاسو د ډېرو هېوادوالو د ژوند واقعیتونه دي. 
 
اوس بیا هم نه غواړی، چې بډایه او شتمن شی او د اوسني ژوند شرایط مو د واقعیت په توګه منلي دي؟
که شتمني او بډایي ونه ټاکئ، نو باید یو شتمن کس ته کار وکړئ.
 
دا سمه ده، چې تاسو په خپله د خپل ځان شتمن کړئ، د کسب او کار خاوندان وئ او خپل ځانته پیسې وګټئ.
 
تاسو شتمن کېدای شئ او حتا پرته له کار او زیاره ستاسو لپاره پیسې کار کوي او هره ورځ مو په حساب کې یوه اندازه پیسې ډېریږي. 
 
او په دې ډول تاسو بیا هم اوسني شرایط منئ او په خپل ځان کې بدلون راوستو ته اړتیا نه وینئ او دا وایئ، چې که چېرې شتمن نه شم هم څه خو له لاسه نه ورکو. 
 
په دې کار سره باید تاسو داسې یو کس وټاکئ او کار ورسره وکړئ، چې شتمن کېدل یې خپله موخه ټاکلې ده او له بې وزلۍ یې کرکه کړې ده.
 
هغه کس په ټوله معنا له بې وزلۍ ډار شوی دی تر دې چې د بې وزلۍ نوم یې هم، چې کله په خولې راغلی نو له وېرې لړزه پرې راغلې ده، چې په دې کچه وېره ددې لامل شوې، چې دا کس له بې وزلۍ کرکه وکړي او شتمني وټاکي او غوره یې کړي. 
 
تاسو باید د تیرو تر شا پلونو ماتولو او د بېړیو په سوزولو سره شتمني، شتمنتوب یا بډايي وټاکئ او غوره یې کړئ. 
 
دا چاره کټ مټ هماغسې بشپړه کړئ؛ لکه څنګه چې یې ناپلیون هیل په خپل کتاب کې کیسه راوړې ده.
 
د یو جنګي پوځ مشر هغه ټولې بېړۍ وسوزولې، چې یوې ټاکلې جزېرې ته د جګړې او فتحې لپاره پکې راغلي وو. هغه خپلو پوځیانو ته وویل، چې اوس موږ د شاتګ کومه لار نه لرو، ځکه چې ټولې بېړۍ مو له منځه یوړې او د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار دا ده، چې په جګړې کې بریالي شو. موږ باید یا بریا او یا هم مرګ وټاکو. 
 
چې بیا په یاده جګړه کې بریالي هم شول. ځکه یاد پوځ او مشر یې له مرګه ویرېدل او دا وېره ددې لامل شوه، چې بریالي شي، ځکه له بریا پرته مرګ ؤ. 
 
نو تاسو هم باید د یادو پوځیانو په څېر له بې وزلۍ او تنګلاسۍ ووېریږئ او باید یوازېنۍ ټاکنه مو بریا یا شتمني وي. 
 
سوالګري د بې وزلۍ یو بل هغه لوی زیان، چې د انسان غرور هسکه ملا ماتوي
سوالګري یعنې د یو انسان غرور تر پښو لاندې کول. د ژوند یو له ناوړه ټاکنو د بې وزلۍ په صورت کې دادی، چې خپل غرور او درنښت تر پښو لاندې کړي او پرته له دې بله لار ونه لري. 
 
بیا هم باید یادونه وکړ، چې سوالګري یوازېنۍ ټاکنه نه ده، خو یو شمیر وګړي د شتمنۍ لپاره څه نه لري، چې په پیسو او یا په خپلې وړتیا څه تر لاسه کړي. 
 
شته داسې کسان، چې وړتیا نه لري او وږي دي. وږې کورنۍ ور تر غاړې ده او یوازېنۍ ټاکنه یې سوالګري ده. سوالګري یعنې بدمرغي او دا کس په بدمرغۍ کې ژوند کوي او سوالګري کوي، څو یو ساده ډول ډوډۍ پرې واخلي او خپلې کورنۍ ته یې یوسي. 
 
له دې وضعې سره بیا هم زموږ ټاکنه فقر یا بې وزلي ده؟ بیا هم نه غواړو چې بدلون وکړو. نه غواړو، چې دا شرایط باید ولې د یوازینۍ ټاکنې په توګه غوره کړو. 
 
یو اړین او د یادونې ټکی: دا لیکنه مې ددې لپاره نه ده کړې، چې لوستوونکی پرې وځوروم. زما موخه دا نه ده، چې تاسو ددې لیکنې لوستوونکي وځوروم. تاسو ټول د ارزښت او قدر وړ یاست، خو باید له بې وزلۍ کرکه کړئ، څو د شتمن کېدو پر لور چټک ګامونه واخلی. زما موخه له دې بیلګو د بې وزلۍ له امله د زیانمنو شویو یو څو کسانو یادونه ده. 
 
د بیلګې په ډول:  داسې کس په پام کې ونېسئ، چې نیت وکړي، چې شتمن شي، خو د ژوند اوسني شرایط ورته د ژوند د امن او نورمال شرایط دي او ژوند یې ښه پر مخ درومي، یعنې دا چې دې کس ته له دې حالته د بدلون او شتمن کېدو پر لور د ګام اخېستل سخت یا ستونزمن دي. 
 
که چېرې هره برخه کې بدلون وکړي او روان وي، نو ذهن یې ورته وايي، چې همدا بس ده په همدې ځای کې اوسه او بدلون مه کوه. د امن له دې سیمې او ځایه وتل د هر چا کار نه دی او پیاوړې اراده یا هوډ غواړي. 
 
دا لیکه مې ددې لپاره وکړه، چې زه خپله لیکوال په دې پوه شوم او دې پایلې ته ورسېدم، چې که چېرې له بې وزلۍ کرکه ونه کړم نونه شم کولای چې شتمن شم. 
 
د رنځ او خوند په نوم یو ځانګړی تاکتیک په کلامي عصبي پلان او برنامې جوړونې سیستم NLP کې شته، چې دا تاکتیک په ډاګه کوي، چې انسانان هر کار له یوې سختۍ څخه د وتلو او خوند، اسوده ګۍ او آسانتیا ته د رسېدلو لپاره کوي. 
 
تاسو خواړه خورئ، څو له لوږې وتښتئ یا ووزئ او د مړښت خوند ته ورسېږئ. 
 
تاسو ورزش کوئ، څو له چاغښت خلاصون ومومۍ، ښه روغ وجود ولرئ او ښایسته اندامونه ولرئ. 
 
نو تاسو هم باید د فقر یا بې وزلۍ لپاره د خوند او رنځ یو اهرام جوړ کړئ. خو آیا ستاسو د ژوند اوسني شرایط په کړاو یا سختۍ کې راځي او که څنګه؟
 
آیا زه د ژوند له اوسنیو شرایطو کړېږم، ځو دې ته لیوال شم، چې یو لړ داسې کارونه ترسره او بشپړ کړم، چې خوند او خوشحالۍ ته ورسېږم؟.
نو دا لیکنه مې ددې لپاره وکړه، چې : 
  • له بې وزلۍ کرکه وکړو.
  •  له بې وزلۍ وکړېږو. 
  • له بې وزلۍ سره بد احساس وکړو. 
  • د ژوند له اوسنیو تجربو او ستونزمنو شرایطو په کړاو او ناخوښۍ حالت کې اوسو. 
او وروسته پرېکړه وکړو، چې د کوم کارونو په ترسره کولو سره د خوند او پر ځان بسیاینې لور ته ورشو او ورسېږو. 
 
کیدای شي تاسو د بې وزلۍ دې ډول حالاتو ته نه وای رسېدلي، خو د بې وزلۍ له دې ډول شرایطو سره آشنا کېږئ او دا هڅه کوئ، چې له دې ډول بې وزله خلکو سره مرسته وکړئ. 
 
خو دا مو په یاد وي، چې که چېرې غواړئ له کوم بې وزله سره مرسته وکړئ، نو باید خپله د بې وزلو په ډله کې نه وئ. 
 
له بده مرغه زموږ ستاسو په هېواد کې د وګړو اقتصادي حالت مخ پر ځوړ دی او د سړي سر کلنۍ عاید کچه ډېره ټېټه ده. 
 
پایله او د بې وزلۍ په اړه وروستي ټکي:
تاسو که چېرې لامبو نه وي زده، نو هېڅکله د اوبو په یو ۳ متره ډنډ کې لامبو وهلو ته زړه نه ښه کوی او په اوبو کې له ډوبېدو وېرېږئ. خو که چېرې له هوا ډک یو ټوپ ولرئ، نو ډاډه یاست او هېڅکله به ونه غواړی، چې په تلو تلو کې په کراره لامبو زده کړی، ځکه په دې ډاډه یاست، چې له هوا ډک ټوپ درسره دی او په اوبو کې له ډوبېدو ګواښ په امن کې یاست. 
هڅه وکړئ، چې په ژوند کې دا له هوا ډک ټوپ له منځه یوسئ او تل له غرقېدو یا ډبېدو ووېریږئ؛ کله مو چې دا د هوا ټوپ له منځه یوړو او له ډوبېدو هم ووېریدئ، نو ستاسو یوازېنۍ ټاکنه دا ده، چې لامبو زده کړئ.
نو په ټوله کې دا هوډ کوئ، چې لامبو زده کړی، ځکه نه غواړی، چې په اوبو کې ډوب شئ. 
د ژوند اوسني شرایط او د اسوده ګۍ او امن ځایګی هماغه له هوا ډک ټوپ دی، چې او په دې لیکنې سره مې وغوښتل، چې دا د هوا ټوپ په خپله او دغه راز هغوی چې دا لیکنه مطالعه کوي له منځه یوسم.
په ټوله معنا او له هره اړخه باید له بې وزلۍ ووېریږو تر څو بډایه شو.