روهي(نۍ/۱۲ د سلواغې)،. په برتانیا کې د هغه سړي کورنۍ نیوکه کړې چې د حکومتي مرستې له درولو وروسته مړ شوی او د مرستو سیستم یې د اړمنو لپاره نامناسب بللی دی. ګرېهام یو څه موده په عامه موسسو کې تر روغتیايي پالنې وروسته خپل کور ته ستون شوی و، خو د ژوند په وروستیو کې یې بیا ډاکټر ته مراجعه ونه کړه.
له ګرېهام سره په توټینګهام ښار کې د استوګنځیو اړوندې مؤسسې د یوه کارمن وروستۍ اړیکه ثبت شوې چې چیغې یې وهلې او د ۲۰۱۸ فبرورۍ میاشت کې یې دروازه په لغتو وهله. نوموړې زیاتوي، په کور کې یې خواړه نه و.
هلته ګاز هم نه و، غالباً برېښنا یې هم نه لرله او د دروازې مخې ته یې د لیکونو پاکټ امبار وو."لوږه" د هغه د مړینې اصلي لامل بللی شوی دی.د څېړنې اړوند قاضي مرستیالې الیزابیت دیدکوک ویلي: "د پیسو او استوګنځي نشتوالی ددې ټولو ناخوالو لامل ګرځي."
وروستي