غور ولایت لپاره به ۴۰ کیلومتره سړک به  جوړ او برېښنا به ورته چمتو کړي

روهي(نۍ/۱۲ د سلواغې)، د افغانستان د مرکزي ولایت غور لپاره د افغان حکومت له خوا ټاکلي پلاوي د دې ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې ۴۰ کیلومتره سړک به ورته جوړ او برېښنا به ورته چمتو کړي. د حکومت دا رسمي ژمنه د دې ولایت د خلکو د اعتراض پای ته رسېدو لامل شوه.
د افغانستان په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازی عطاء محمد دهقانپور چې خپله هم د اعتراض کوونکو له ډلې و، وویل چې حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.
هغه زیاته کړه چې د اعتراض کوونکو په وینا، په تېرو ۱۸ کلونو کې یو متر سړک یې په ولایت کې نه دی کریړ شوی او د دې ولایت ښاریان هم د برېښنا له نعمته بې برخې دي.
ښاغلي دهقانپور وویل چې د اعتراض کوونکو یوه غوښتنه دا وه چې ۴۰ کیلومتره لویه لار د غور-کابل ترمنځ د سړک کریړول دي او د افغانستان مالیې وزارت یې د بودیجې ژمنه کړې وه او د ټرانسپورټ وزارت ته یې، چې د پلې کولو مسوولیت لري، دنده سپارلې وه.
ښاغلي دهقانپور زیاته کړه، حکومت همدارنګه خلکو سره د لمریزې برېښنا ژمنه هم کړې چې بودیجه یې منل شوې او کار به یې ډېر ژر پیل شي.