برتانيا رسماً له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته له اروپايي ټولنې ووتله

روهي(نۍ/۱۲ د سلواغه)، نن رتانيا رسماً له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته له اروپايي ټولنې ووتله د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن پر خلکو د یووالي غږ وکړ او له اروپايي ټولنې وتل یې د برتانیا په تاریخ کې د نوي باب پرانیستلو یو ګام وباله. . د برتانيا د اساسي قانون د تېرې نېمې پېړۍ د دغه تر ټولو لوى بدلون ملا تړي او مخالفين په بېلا بېلو مراسمو کې دغه شېبه لمانځي.
د ١٩٧٣ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه برتانيا اروپايي ټولنې ته ورگډه شوه، چې هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه بلله، خو اوس چې ترې وځي دغه ټولنه په بشپړه توگه بدله شوې ده.
اروپايي ټولنه په نړۍ کې اوس ځانته نوى رول غواړي.د خلکو ازادانه تګ راتګ په ګډون به د اروپايي ټولنې ټول قوانین د دسمبر میاشتې تر پایه پلي کېږي، چې برتانیا حکومت هیله لري، له اروپايي ټولنې سره به یوې مستقلې ازادې سوداګریزې هوکړې ته ورسېږي.