.jpg)
روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره د لیدنو په لړ کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي هم حضور درلود د سولې د مهمو مسایلو په اړه بحث او مشوره وشوه.
د یو بل خبر له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد عمر داوودزي سره وکتل
له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ناستو او مشورو په لړ کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له محترم محمد عمر داوودزي سره د هغه په کور کې وکتل.