
روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیرې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري پر۳۱مه، د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لويې سفیرې مېرمن رویارحماني په هغه ناسته کې چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې جوړه شوې وه، د اذربایجان او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د سفیرانو او ډيپلوماټانو سره د یوه ګډ کلتوري پروګرام پر جوړولو بحث او خبرې وکړې.
په دغه پروګرام کې به د افغانستان په ګډون د یادو هېوادونو اقتصادي فرصتونه او همدا ډول ګډ کلتوري ارزښتونه وښودل شي.
د یو بل خبر له مخې د امریکا په محتدو ایالتونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه سفیره مېرمن رویا رحماني، پرون د سهیلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیز موضوعاتو برسیره، د سولې بهیر، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو او د اقتصادي همکاریو پر بهبود بحث او خبرې وکړې.