روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ د یاد هیواد راغلي پلاوي سره، په ارګ کې وکتل.
په پیل کې رشید مرادوف د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف نېکې هیلې ولسمشر غني او هیوادوالو ته وړاندې کړې او وې ویل، د ترکمنستان ولسمشر له خپل ورور هیواد افغانستان سره د اړیکو لاټینګښت او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې د همکاریو پراختیا غواړي.
ولسمشر غني وویل، په لومړیو کې مې خپلو هیوادوالو او سیمې ته وویل چې زما د بهرنۍ پالیسۍ محور به ترکمنستان وي او له ترکمنستان څخه هم مننه چې موږ ته یې د ملګرتیا او همکارۍ لاس راوغځاوه. د ترکمنستان ولسمشر او خلکو ته د بې طرفۍ د پنځه ویشتمې کلیزې مبارکي وایم.
ولسمشر غني څرګنده کړه، ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلېز دی. دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي. هغه زیاته کړه، موږ به د کانونو په برخه کې ښې همکارۍ ولرو او د ترکمنستان له تجربو څخه په استفادې به زموږ منابع انکشاف ومومي.
هغه زیاته کړه، د ټاپي تر څنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لین (ټاپ) او نوري فایبر هم غځول کېږي چې د سیمه ییز اتصال دغه لویه پروژه به سیمه او اروپا سره ونښلوي. هغه زیاته کړه، موږ غواړو له ترکمنستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او راکړې ورکړې لا زیاتې کړو. په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غځېدل او انکشاف هم د دغو همکاریو یوه برخه ده.
وروستي