پوهېدل ‎

د هر سړي غوښتنې او تفکر د بل سره توپیر کوي. همدا د طبیعي او غیرطبیعي ټکرونو لومړی پړاو دی، چې سړی انزوا لوري ته بیایي.

موږ له هر چا نه د بل په شان توقع کوو؛ خو اصلاً داسې کېدای نشي، ځکه چې فردي تمایلات ورځ تر بلې بدلون کوي. پکار دا ده، چې د درک قوه مو هم د بدلون له تار سره وصل شي؛ ترڅو د پوهېدنې لار لا پسې ګړندۍ شي.

موږ ځان د بل په لید کې لټوو، چې دې کې هم د ورکې او ځاني لټون د زوال نښې له ورایه ښکاري. 

هلې ځلې مو هم په همدې ګرداب کې راڅرخي؛ خو څه کول پکار دي؟ دې پوښتنې ته ځواب موندل او په کلي ډول داسې منطق برابرول، چې د ځاني پوهې ترڅنګ په ټولنیزو افکارو هم خپل سیوری خور کړي؛ ترڅو د هرې شوې وینا او مصداق تر منځ د ژوند کولو هنر ښکاره شي.

هر څه ته ځیر کېدل او په اصلیت یې  پوهېدل خپله د فرد په ځیرکتیا پورې اړه لري، چې له شته فرصتونو څومره اغېزمنه ګټه اخلي؛ نو بیا د همدې لارې د نوښتونو دروازې په خلاصېدو شي.

کړاوي دود چې مخ په ورکېدو شي پر ځای یې د پوهې څرکونه سترګکونه ووهي او د خلوص رابطه هم د نوښت په هنر وپسولل شي. نو هله د ژوند سره د تړاو شلېدلی لار وصل او د پوهېدلو منطق د انسان په وجود کې په جوش راشي.

ځان پوهول په خپل ځان کې د بدلون لومړنی ګام دی، چې ټولنیز بدلون او تصور هم له دې سره تړل شوی دی. له انساني پوهې سره فکري، ټولنیز، جغرافیي او ملي حیثیت هم مل وي؛ نو له دې سره دا په ډاګه کیږي، چې پوهېدل علم نه، هنر دی دا بیا د فرد په ظرافت او ځیرکتیا پورې اړوندیږي، چې څومره له دې باریکې مرحلې ګټه اخلي او ځان د درک په قوه له نورو سره وصلوي.