خوست کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دد تېرې اونۍ په لړ کې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز او باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
 
وسله والو  یو کړۍ ماین د خوست - کابل پر عمومي سړک او دوه کړۍ ماینونه د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا له منځه یوړل شول.
 

بله خوا بیا تردې دمه وسله والو ډلو د یادو بمونو په اړه څه نه دي ویلي.