ولسمشر غني د امریکا د اردو د مرکزي قومندانۍ قومندان سره وکتل

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د اردو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت مکینزي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ وشوه، جنرال کنت مکینزي تروریزم سره د مبارزې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې او د افغان ځواکونو وړتیاوې یې وستایلې.

همدا ډول دواړو لوریو په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي سکتور کې پر دوامدارو تعهداتو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو د دوامداره همکاریو د قدردانۍ پر مهال وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هیواد څخه د دفاع وړتیا لري او دغه ځواکونه وتوانېدل چې په افغانستان کې داعش تروریستي ډله وځپي.