الجزيره: د ۲۰۱۹ کال وروستيو درېيو مياشتو افغانستان کې د خونړيو بريدونو رېکارډ خپل کړ

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو سېګار ادارې په تازه نشر شوي راپور کې ويل شوي دي، چې د ۲۰۱۹ کال وروستۍ مياشتې د افغانستان لپاره په تېرو ۱۸ کالونو کې تر ټولې خونړۍ مياشتې وې. 

دغه راپور وايي چې د ۲۰۱۹ نومبر او ډسمبر مياشتو کې  ۸۲۰۴ خونړي بريدونه شوي دي، چې افغانستان ته د امريکايانو له راتګ وروسته تېرو ۱۸ کالونو کې بي ساري دي. 

د سېګار راپور وايي چې په شوي بريدونه کې وژل شوي او ټپيان دېرش سلنه ولسي وګړي دي. د ۲۰۱۹ کال وروستۍ مياشتې د افغانستان د ولسمشريزوټاکنو د تر سرسه کېدو مياشتې وې.