بريتانيا کې د کرونا ويروس دوه مثبتې پېښې موندل شوې 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، انګلستان کې روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس دوه مثبتې پېښې موندل شوې دي. 

روغيتايي مسوولينو وايي چې دواړه اغېزمن شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي چې تر جدي درملنې او څار لاندې نېول شوي دي. 

د چين ور اېخوا؛ په عربي متحده اماراتو، امريکا او انګلستان په شمول د نړۍ په ۱۸ هېوادونو کې د کرونا ويروس ۹۸ پېښې ثبت شوې دي. 

له دې وړاندې تېره ورځ په امريکا کې هم يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.