امريکايۍ هنرمندې (پاملا اندرسون) له څلور ځلې طلاق وروسته د پنځم ځل لپاره واده وکړ

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، مشهورې امريکايۍ هنذمندې  پاملا اندرسون تېره اوونۍ پنځم واده وکړ. نوموړې له دې وړاندې څلور ځلې واده کړی وو چې وروسته يې صلاقونه اخېستي وو. د نوموړي وروستۍ واده په ۲۰۰۴ کال کې وو. 

نوموړې د حيواناتو حقونو له  يو  فعال سره واده کړی. نېږدې دېرش کاله وړاندې نوموړي پاملا اندرسون ته د واده وړانديز کړی وو. 

پاملا اندرسون ۵۲ کلنه ده او نوی خاوند يې ۳۵ کاله عمر لري. د پاملا اندرسون د واده مراسمو د تېرو وختونو په پرتله محدود وو او کم کسان يې را بللي وو.