کرونا ويروس له چين امريکا ته هم ورسېد 

روهي (جمعه/۱۱  د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو په شېکاګو ايالت کې روغتيايي مسوولين وايي چې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه يې ثبت  کړې ده. 

د مسوولينو په وينا، يوه امريکايۍ وګړي چې د چين له واهان ښار د جنورۍ په ۱۳مه نېټه امريکا ته تللې وه په دغه ويروس ککړه چې وروسته يې خاوند ته هم انتقال شوی دی. 

شېکاګو کې ډاکټرانو وايي چې د کرونا د خلکو په منځ کې يې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه نېولې ده او ثبت شوې پېښه د ښځې او خاوند ترمنځ وه چې د جدي روغتيايي څار لاندې دي. 

هغه کسان چې له وړاندې ناروغان وي او هغوی چې عمر يې تر نورو  ډېر وي ژر په کرونا ويروس اخته کېدای شي.