امريکايي موندونکی هغه کښتي موندلې چې سل کاله وړاندې په برمودا مثلث کې ورکه شوې وه 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، امريکايي پلټونکو او موندونکو د فلورېډا ساحل کې هغه کښتي موندلې ده، چې نېږدې سل وړاندې په برموډا مثلث کې غرقه او ورکه شوې وه. 

دغه کښتي له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۵ز کال کې له امريکا متحدو ايالتو د کيوبا په لور تلله، چې برموډا مثلث ته په نېږدې سيمو کې ورکه او غرقه شوه. 

د ثبت شوي رېکارډونو اړوند، هغه مهال په ياده کښتۍ کې ۳۲ کسان ناست وو. برموډا مثلث د شمالي اتلانتيک بحيري په لودېځ کې موقعيت لري چې په سلګونه کښتۍ تر اوسه په کې له منځه تللې دي. 

پلټونکو په برموډا مثلث کې د غرقې شوې کښتۍ پاتې شونې موندلي دي، چې په پايله کې به يې د ياد مثلث او هلته د شته پټ ځواک په اړه خپلې څېړنې پراخه او غښتلې کړي.