د ډاکټر نجيب لور هيله نجيب: که سوله راشي د پکتیا (مېلن) کې د خپل پلار قبر ته پلې ځم 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب افغانستان کې د سولې ارماني ده او هيله لري چې که په افغانستان کې  اوربند  وشي نو خپل هېواد کې به ژوند وکړي. 

نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، "له کابله د پکتيا تر مېلن پلې د خپل پلار او کاکا قبرونو ته ځم. دعا ورته کوم چې نور رپه افغانستان کې هېڅ ماشوم يتيم نه شي. ښار سره نېږدې ښوونځی جوړوم، د افغانستان په پوهنتونو کې به درس ورکوم، سهار په لمر ختو به پاڅم او د ژوند له هرې شيبې به خوند اخلم."

د هيلې نجيب دغه ټوېټ د هغه کمپاين په لړ کې کيږي، چې د يو افغان فعال  رامین مظهر  له خوا (که اوربند  وشي څه کوئ؟) تر عنوان لاندې پيل شوی دی.