کابل پوليسو د (نمبر پلېټونو) غل ونېولو 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، کابل پوليسو وايي چې پرون يې د عملياتو په ترڅ کې هغه غل نېول دی چې د خلکو له موټرونو به يې نمبر پلېټونه غلا کول او د بېرته ورکولو په بدل کې به يې ترې پيسې اخېستلې. 

دغه غل د کابل ۱۶ امنيتي حوزي اړوند ساحه کې په داسې حال کې نېول شوی دی، چې له يو کس يې د موټر نمبر پلېټ غلا او د پيسو تر لاسه کولو په حال کې وو. 

پوليسو له دغه  کس دوه نور نمبر پلېټونه هم تر لاسه کړي دي. دغه غل په لومړيو پوښتونو کې پر خپل جرم اعتراف کړی.