د روغتیا د نړيوالې ادارې اندېښنه: که کرونا ويروس د نړۍ هغه هېوادونو ته لاړ شي چې روغتیايي سیستمونه یې کمزوري ناورين به رامنځ ته کړي 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، د روغتيا نړيوال سازمان چين کې د کرونا ويروس له مخ پر وړاندې تګ او څو نورو هېوادونو کې د دغه ويروس د مثبت پېښو وروسته نړي کې بیړنی روغتيايي وضعيت اعلان کړی دی. 

د روغتيا نړيواله اداره وايي، چې د چين سره په ګاونډ تبت، عربي متحده اماراتو او شااوخوا د نړۍ ۱۵ هېوادونو ته دغه ويروس رسېدلی دی. 

که چېرې د افغانستان په څېر هېواد چې  هم له چين سره ګډه پوله او د تګ - راتګ اړيکې لري او په ورته وخت کې يې  روغتيايي اسانتياوې کمې دي؛ دغه ويروس لار پيدا کړي، نو کنټرول ستونزمن شمېرل کيږي. 

د نړۍ ډېری هېوادونو له چين سره تګ - راتګ بند کړی دی او له خپلو وګړو يې غوښتي دي چې نه چين ته سفر کړي او هغه چې په چين کې بايد تر يو وخت هلته پاتې شي.