غور کې له لاريونونو وروسته: ولسمشر غني باصلاحیته پلاوی ګومارلی ترڅو د غور خلکو سره له نږدې خبرې وکړي

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د سلواغې)، له تېرې يوې اوونۍ د غور ولايت يو شمېر اسوېدونکو پر لاريونونو لاس پوري او پر حکومت نيوکه کوي چې  دوی څنډې ته غورځولي دي او پراختيا ته يې پام نه کوي. 

ولسمشر ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي، چې د دغه ولايت د خلکو ستونزو او غوښتنو ته به لاس رسی وشي. د ارګ په اعلامييه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د غور شریفو او عزتمنو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دوی د برحقه غوښتنو تطبیق او پوره کولو کې تر ممکن حده هیڅ ډول هلې ځلې او کوښښونه درېغ نه کړي.

د ۱۳۹۹ کال د بودجې په اړه اعتراض کې د غور خلکو د غوښتنو په رڼا کې چې په سوله ییزو او مدني لاریونونو کې یې مطرح کړې، د هیواد جمهوررئیس باصلاحیته پلاوی ګومارلی چې د غور خلکو سره له نږدې خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په پام کې لري چې په مناسب فرصت کې او د پلاوي د راپور له اورېدو وروسته د ویډیو کنفرانس له لارې او یا هم د اړتیا په صورت کې غور ولایت ته سفر وکړي او په مستقیم ډول د یاد ولایت د خلکو خبرې او غوښتنې واوري." 

د يادونې ده چې يوازې غور نه بلکې، د هېواد يو شمېر نور ولايتونه لکه پکتيکا، زابل، ارزګان، نورستان او نور د جګړې د شتون ترڅنګ د حکومت له سترګو هم لېرې دي.