د نړۍ معتبرو ورځپانو ته لنډه کتنه (پنځه نۍ/پنجشنبه)

رشيه ټودي: روسيه له چين سره خپله پوله تړلي 
 روسيي چارواکي وايي چې د کرونا ويروس له ويرې او ورسيې ته د دغه ويروس د نه راتګ په پار له چين سره خپله پوله تړي او همدا ډول به چنيايي وګړو ته د روسيې د برېښنايي ويزو ورکړه بند کړي. 

د روسيې لومړي وزير (ميخائيل ميشوستين) د حکومت په ناسته کې ويلي دي چې د روسيې په ختيځه برخه کې به له چين سره د دوی ګډه پوله وتړي. 

د روسيې بهرنيو چارو وزير له خپلو وګړو غوښتي دي چې چين ته له سفر کولو ډډه وکړي او همدا ډول هغه روسان چې په چين کې  دي د بېرته راتګ په وخت دې، چين کې له روسيې سفارت سره په اړيکه شي. 

تر اوسه روسيه کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه دی موندل شوې، خو د روسيې او چين ترمنځ سوداګرۍ او ګډې پوله روسيه په اندېښنه کې اچولې ده او په همدې پار يې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي. 

جيونيوز: جنرال آصف غفور: که هند جګړه پيل کړي نو مونږ به يې پای ته ورسو
د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور خبرداری ورکړی دی چې که چېرې هندوستان پر پاکستان جګړه پيل کړي نو دوی به يې پای ته ور ورسوي. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ پاکستان کې د يوې پوځي راټولېدنې په ترڅ کې کړي دي. نوموړي ويلي دي چې هند وايي د ۷ تر ۱۰ ورځو به پاکستان له منځه يوسي، خو دا هغه څه دي چې شونتيا يې نشته. 

غفور هند ته خبرداری ورکړی دی چې تاسې څه چې د نړۍ هېڅ ځواک د پاکستان متحد ۲۱۰ مېلېونه ولس نه شي ماتولی. ده دا هم ويلي دي چې که چېرې هندوستان پر کوم پوځي اقدام لاس پوري کړي، پاکستان به اغيزناک ځواب ورکړي. 

د پاکستان پوځ د جنرال صف غفور پر ځای جنرال بابر افتخار د پاکستان د پوځ وياند ټاکلی دی چې د فيبرورۍ له لومړۍ نېټې به يې دنده پيل شي. 

اسوشېټېډ پرېس: چنيايی (واه وې Huawei) شرکت له ګوګل جلا آپلېکېشن جوړوي او يو نيم مېلېارد ډالر پانګونه پرې کوي
د ځيرکو موبايلونو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ دويم ترټولو ستر شرکت  (واه وې Huawei) پلان لري چې له ګوګل جلا موبايل آپلېکېشن او د ځيرکو موبايلونو عامل سېسټم جوړ کړي. 

دغه شرکت وايي چې دوی به په خپلو موبايلونو کې د دوی جوړ شوي آپلېکېشنونونه ځای پر ځای او دغه کار ته يې تر يو نيم مېلېارد امريکايي ډالر پانګه ځانګړې ده. 

دغه چينايی شرکت په دې هڅه کې دی چې  په خپلو موبايلونو کې د ګوګل پر ځای خپل د لټون ماشين ځای پر ځای کړي او په دې سره د امريکايي ګوګل کمپنۍ ځان خپلواکه کړي. 

 (واه وې Huawei) په اروپا او ځانګړي ډول انګلستان کې د 5G سرويس د فعالېدو چارې پيل کړي دي چې امريکا ورته د يو ستر انټرنېټي او ټېکنالوژۍ د ګواښ په سترګه ګوري. 

اېکسپرېس ټرېبيون: د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ټيم کپټان: افغانستان به سبا مات کړم 
 د پاکستان د ۱۹ کلنۍ کرېکټ لوبډلې کپټان روهیل نظیر رسنيو ته ويلي دي چې سبا د افغانستان پر وړاندې لوبه کې د بريا موخه لري او هڅه به وکړي چې خپله لوبډله داسې ولوبوي چې افغانستان ته ماته ورکړي. 

روهیل نظیر وايي چې دوی توقع لري چې د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام په لړ کې به د افغانستان پر وړاندې ښه لوبه وکړي او بريا به خپله کړي. 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۱۹ کلنو نړيوال جام لوبه سبا جمعه د سويلي افريقا په بنوي ښار کې تر سره کيږي. 

العربيه: جنرال موټرز  پر برېښنايي موټرونو څه د پاسه دوه مېلېارد امريکايي پانګونه کوي 
 د موټر جوړولو  ستر نړيوال شرکت جنرال موټرز وايي چې دوه مېلېارده او دوه سوه مېلېونه امريکايي ډالر پانګه يې د برېښنايي موټرونو لپاره ځانګړې کړې ده. 

دغه کمپني وايي چې دوی به خپل يوه پخوانی له کاره لوېدلې فابريکه بېرته فعاله کړي، چې هم به تر دوه زره کسانو ته په کې د کار زمېنه برابره شي او هم به د جنرال موټرز تر چتر لاندې برېښنايي موټر توليد کړي. 

د Detroit په نوم د برېښنايي موټرونو دغه فابريکه به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په لومړيو کې کار پيل کړي. جنرال موټرز د برېښنايي موټر توليد د اقليم په تودخي د کم اغېز لرونکي بولي چې پر چاپريال به يې تاثير مثبت وي. 

د موټرونو دغه ستر شرکت  پام کې لري چې تر اته سوه مېلېونه پانګونه د برېښنايي موټرونو په وسايلو او پرژو هم وکړي. 

رويټرز: امريکا د ايران پر اټومي ادارې او د هغې پر مشر (علي اکبر صالحي) نوي بندېزونه ولګول 
پر ايران د امريکا متحدو ايالتو د بنديزونو او اقتصادي فشارونو په لړ کې د امريکا متحدو ايالتو ماليې وزارت د ايران د پر اټومي ادارې او د دغه ادارې پر مشر (علي اکبر صالحي) نوي بندېزونه لګولي دي. 

امريکا د ايران اټومي اداره چې په سر کې يې علي اکبر صالحي خای تورونوي چې د اټومي انرژۍ تر نوم لاندې د اټوم د جوړېدو او ورته لاس رسي د پيدا کېدو هڅه کوي. 

د ايران سپاه پاسدران ډلې د بهرنۍ قدس څانګې د مشر قاسم سلمياني له وژل کېدو وروسته دا پر ايران د متحدو ايالتو تازه فشار دی چې  پر پخوانيو ورزياتيږي.