امريکا د ايران پر اټومي ادارې او د هغې پر مشر (علي اکبر صالحي) نوي بندېزونه ولګول 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، پر ايران د امريکا متحدو ايالتو د بنديزونو او اقتصادي فشارونو په لړ کې د امريکا متحدو ايالتو ماليې وزارت د ايران د پر اټومي ادارې او د دغه ادارې پر مشر (علي اکبر صالحي) نوي بندېزونه لګولي دي. 

امريکا د ايران اټومي اداره چې په سر کې يې علي اکبر صالحي خای تورونوي چې د اټومي انرژۍ تر نوم لاندې د اټوم د جوړېدو او ورته لاس رسي د پيدا کېدو هڅه کوي. 

د ايران سپاه پاسدران ډلې د بهرنۍ قدس څانګې د مشر قاسم سلمياني له وژل کېدو وروسته دا پر ايران د متحدو ايالتو تازه فشار دی چې  پر پخوانيو ورزياتيږي.