جنرال موټرز  پر برېښنايي موټرونو څه د پاسه دوه مېلېارد امريکايي پانګونه کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د موټر جوړولو  ستر نړيوال شرکت جنرال موټرز وايي چې دوه مېلېارده او دوه سوه مېلېونه امريکايي ډالر پانګه يې د برېښنايي موټرونو لپاره ځانګړې کړې ده. 

دغه کمپني وايي چې دوی به خپل يوه پخوانی له کاره لوېدلې فابريکه بېرته فعاله کړي، چې هم به تر دوه زره کسانو ته په کې د کار زمېنه برابره شي او هم به د جنرال موټرز تر چتر لاندې برېښنايي موټر توليد کړي. 

د Detroit په نوم د برېښنايي موټرونو دغه فابريکه به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په لومړيو کې کار پيل کړي. جنرال موټرز د برېښنايي موټر توليد د اقليم په تودخي د کم اغېز لرونکي بولي چې پر چاپريال به يې تاثير مثبت وي. 

د موټرونو دغه ستر شرکت  پام کې لري چې تر اته سوه مېلېونه پانګونه د برېښنايي موټرونو په وسايلو او پرژو هم وکړي.