د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ټيم کپټان: افغانستان به سبا مات کړم 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د پاکستان د ۱۹ کلنۍ کرېکټ لوبډلې کپټان روهیل نظیر رسنيو ته ويلي دي چې سبا د افغانستان پر وړاندې لوبه کې د بريا موخه لري او هڅه به وکړي چې خپله لوبډله داسې ولوبوي چې افغانستان ته ماته ورکړي. 

روهیل نظیر وايي چې دوی توقع لري چې د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام په لړ کې به د افغانستان پر وړاندې ښه لوبه وکړي او بريا به خپله کړي. 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۱۹ کلنو نړيوال جام لوبه سبا جمعه د سويلي افريقا په بنوي ښار کې تر سره کيږي.