چنيايی (واه وې Huawei) شرکت له ګوګل جلا آپلېکېشن جوړوي او يو نيم مېلېارد ډالر پانګونه پرې کوي

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د ځيرکو موبايلونو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ دويم ترټولو ستر شرکت  (واه وې Huawei) پلان لري چې له ګوګل جلا موبايل آپلېکېشن او د ځيرکو موبايلونو عامل سېسټم جوړ کړي. 

دغه شرکت وايي چې دوی به په خپلو موبايلونو کې د دوی جوړ شوي آپلېکېشنونونه ځای پر ځای او دغه کار ته يې تر يو نيم مېلېارد امريکايي ډالر پانګه ځانګړې ده. 

دغه چينايی شرکت په دې هڅه کې دی چې  په خپلو موبايلونو کې د ګوګل پر ځای خپل د لټون ماشين ځای پر ځای کړي او په دې سره د امريکايي ګوګل کمپنۍ ځان خپلواکه کړي. 

 (واه وې Huawei) په اروپا او ځانګړي ډول انګلستان کې د 5G سرويس د فعالېدو چارې پيل کړي دي چې امريکا ورته د يو ستر انټرنېټي او ټېکنالوژۍ د ګواښ په سترګه ګوري.