روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د کېمبرېج پوهنتون یوه څېړنه ښېي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په ځانګړې توګه په پرمختللیو هېوادونو کې د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په هکله ناخوښي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. دغه څېړنه د کیمبرج پوهنتون (د ډېموکراسۍ راتلونکی) مرکز کړې چې د دیموکراسۍ په هکله له ۱۹۹۵ کال راهیسې د خلکو نظرونه اخلي.
په تحقیق کې د ۱۵۴ هېوادونو له اوسېدونکو داسې پوښتنه شوې، چې ایا دوی په خپل هېواد کې د ډېموکراسۍ په هکله خوښ او که ناخوښ دي. دغه څېړونکي پر ډېموکراسۍ د بې باورۍ ډېرېدو خبرداری ورکوي او وايي، د عوامپالونکي سياست زیاتېدل انګیزه نه ده، بلکې پر ډېموکراسۍ د بې باورۍ نښې نښانې دي. خو دغه څېړنه د اروپا یو شمېر هېوادونو چې ډنمارک، سوېتزرلنډ، ناروې او هالنډ پکې شامل دي، دغه تمایل بل ډول ښيي او د ډېموکراسۍ په تړاو رضایت په کې تر بل هر وخت ډېر ښوول شوی دی.
وروستي