روسيه له چين سره خپله پوله تړلي 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، روسيي چارواکي وايي چې د کرونا ويروس له ويرې او ورسيې ته د دغه ويروس د نه راتګ په پار له چين سره خپله پوله تړي او همدا ډول به چنيايي وګړو ته د روسيې د برېښنايي ويزو ورکړه بند کړي. 

د روسيې لومړي وزير (ميخائيل ميشوستين) د حکومت په ناسته کې ويلي دي چې د روسيې په ختيځه برخه کې به له چين سره د دوی ګډه پوله وتړي. 

د روسيې بهرنيو چارو وزير له خپلو وګړو غوښتي دي چې چين ته له سفر کولو ډډه وکړي او همدا ډول هغه روسان چې په چين کې  دي د بېرته راتګ په وخت دې، چين کې له روسيې سفارت سره په اړيکه شي. 

تر اوسه روسيه کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه دی موندل شوې، خو د روسيې او چين ترمنځ سوداګرۍ او ګډې پوله روسيه په اندېښنه کې اچولې ده او په همدې پار يې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.