متقاعدین به له سره بایومټریک شي

روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغه)، کلونه کېږي چې ډېری متقاعدین د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په بهیر نیوکې کوي او په دغه بهیر کې د فساد او ورو کارونو له امله شکایتونه لري د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد خزانې ریاست د متقاعدینو د ملي ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې ټول متقاعدین له سره بایومټریک کوي. چارواکو له دې چارې موخه متقاعدینو ته چټک چوپړونه او د بهیر روڼوالی یاد کړی دی، خو متقاعدین دغه پروګرام ته هیله من نه دي چې د دوی ستونزې دې حل کړي.
حکومت پلان لري چې د راتلونکې کال په پیل سره د نا دولتي او خصوصي ادارو د کارکوونکو لپاره د حقونو د تنظیم مقرره پلې کړي. اوس مهال د ډېرو خصوصي ادارو کارکوونکي د تقاعد له امتیازه بې برخې دي. افغان حکومت نن وویل، چې متقاعدینو ته د حقونو د ورکړې په بهیر کې د فساد د مخنیوي او د کارونو د چټکۍ په موخه یې تازه پروګرام پيل کړی دی.