۲۶روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغه)، کلنه نعمه یساکر د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې مسکو کې وروسته تر هغه ونیول شوه چې څه باندې نهه ګرامه چرس یې په بکس کې وموندل شول. نعمه یساکر هند ته د ستنېدا په حال کې وه چې ونیول شوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه امریکایۍ-اسراییلۍ ښځه وبښله چې تېر کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور بندي شوې وه.
اسراییلي رسنیو ویلي، اسراییلي حکومت چمتو و چې د یساکر تر خوشې کېدو مخکې په قدس کې د روسي ارتودوکس کلیسا اړوند هغه سمبولیکه ودانۍ د ښه نیت د ګام اخیستو په توګه روسیې ته وسپاري. د نوموړې نیونې په اسراییلو کې تاوده بحثونه راوپارول، مسکو کې هم سیمه ییزو رسنیو د هغې نیونه پر اسراییلو د فشار راوستل وبلل چې تل ابیب د نیول شوي روسي هکر خوشي کولو ګام واخلي.
امریکا او روسیې د دواړو نیول شویو کسانو د خوشي کېدو غوښتنې کړې وې.هکر الکسي برکوف په تېره نومبر میاشت کې امریکا ته سپارل شوی و.
وروستي