اردغان ویلي چې روسیه  د د سوریې یرغل کې ګډون نه کوي

روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغه)، اردوغان چې افریقا ته د یو درې ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شوی، مسکو یې د سوریې په اړه موافقې نه په سرغړونه ملامت کړی او ورته یې خبرداری ورکړی دی. د چهارشنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو د روسي ځواکونو په هوایي ملاتړ د ادلیب ولایت یو مهم ښارگوټي ونیو. دې کار په انقره کې دا ویره پیدا کړې چې کیدای شي ترکیې ته د نویو مهاجرو د ورتګ یوه نوې لړۍ پیل شي.
په ترکیه کې د سوريې شاوخوا ٣.٥ میلیونه مهاجر ژوند کوي او لا هم د سوریې څخه د کډوالو ورتګ ورته دوام لري د هغې موافقې له مخې چې تیر کال د ترکیې او روسیې ترمنځ وشوه، د سوریې د حکومت د مخالفو یاغیانو د کنترول په ساحه کې یو بې طرفه سیمه د ادلیب په ولایت کې جوړه شوې چې هلته روسي او ترکي ځواکونه د سوریې د رژیم د پلوي او مخالفو قواو ترمنځ د جگړو د مخنیوي لپاره گزمې کوي.
اردوغان ویلي چې: مونږ تر اوسه انتظار وو، خو سر له دې نیټې به مونږ خپل ځانگړی اقدام وکړو. دا خبرداری ندی، بلکه زمونږ تمه داده چې روسیه به د سوریې رژیم ته لازم خبرداری ورکړي.