روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیراحمد درانی وایي، روغتیایي ډله او تجهیزات یې د دې ولایت په تورخم ښارګوټې کې ځای پر ځای کړي،ترڅو هغه کسان چې د چین هېواد څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته راځي،د کورنا وایروس د مخنیوي په موخه یې روغتیایي کتنه وشي .
نوموړي زیاتوي،مسؤلینو یې د تورخم BHC کلینک کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د کرونا وایروس او د شخصي ساتنې وسایلو د استعمال په اړه هم مالومات ورکړي او عملا یې کار پیل کړی دی .
درانی وایي، همدا راز یې په جلال اباد ښار کې ۵ بابه د درملو نماینده ګۍ چې قانوني اسناد یې نه درلودل،هم مهرلاک کړي دي .
د هغه په وینا د دې ولایت په سیمه ییز روغتون کې د ولادي نسايي څانګې څخه لیدنه وکړه،ترڅو د زیږونونو د زیاتوالي له امله په بېلابېلو برخو کې چمتوالی رامنځته کړي.
وروستي