روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، د شمالي وزیرستان دته خیل کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو آی ایس پی آر په وینا، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په دته خیل کې عملیات کړي. دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر اساس د وسله والو په پټنځای کې ترسره شوي وو.
په عین وخت کې ، د ډزو په تبادله کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه پوځیان هم وژل شوي په وژل شوو پوځیانو کې محمد شمیم او صادق اسد خان شامل دي
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته