کابل کې ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل پولیسو د کورنیو چارو وزارت د سیارې ګزمې ټیم سره په همکارۍ ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د غلا، ژوبلې، چپاولګرۍ او د الکولي څښاکو د پلور په تړاو نیولي دي.

دا کسان چې په منځ کې يې د حرفوي چپاولګرانو یوه ډله هم شامل ده؛ د کابل ښار د څلورمې، پنځمې او اولسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو نیول شوي دي.

له دې کسانو څخه یو عراده موټر، یو عراده موټرسایکل او څو قبضې چاقوګان او پنجه بکس هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.