پنټاګون منلې چې د ایران په بریدونو کې ۵۰ تنه امریکایي عسکرو ته ذهني ناروغۍ پیدا شوي    

روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، پنټاګون ویلي چې ۵۰ تنه امریکایي عسکرو ته ذهني ناروغۍ پیدا شوي او ډیری یې لاهم په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي اډه د ایران د توغندويي برید لاندې تر درملنې لاندې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پنټاګون د دفتر ویاند، ډګرمن توماس کیمبل په خپله وروستۍ اعلامیه کې ومنله چې د عراق په نظامي اډه کې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله د امریکایی ځواکونو شمېر ۵۰  تنه ذهني فشار سره مخ شوي دي.

 
ویاند زیاته کړه چې دا پرسونل د دماغ سخت زیانونه لري او د سر درد،  التهابي او د رڼا حساسیت سره مخ دي. د دوی ډیری یې درملنه شوې ، مګر ۱۵ نوي ناروغان راپورته شوي.
 
ډګرمن توماس کیمبل وویل چې۱۸ امریکایی سرتیري آلمان ته او یو یې د درملنې لپاره کویټ ته استول شوی، په داسې حال کې چې ۳۱ تنه په عراق کې درملنه شوې او بیرته دندې ته راسنانه شوي دي.