ولسمشر غني به نن د کرينزو او حيواني محصولاتو خونه پرانيزي 

روهي (پنځه نۍ/۱۰د سلواغې)، ټاکل شوې ده چې نن ورځ به افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د کرينزو او حيواني محصولاتو خونه پرانيزي. د ولسمشر  وياند صديق صديقي په ټوېټر د دغه خبر تائيد کړ. 

صديقي صديقي ليکلي دي، چې  کرينزو او حيواني محصولاتو خونه پرانېسته د کرنۍ او مالدراۍ په برخه کې ستر ګام شمېرل کيږي. 

په تېرو اتلسو کالونو کې د افغانستان کرنې  او مالدرۍ برخه کې ډېرې مرستې وشوې، خو تر اوسه هم افغان بزګران له ستونزو سره مخ دي.