کندهار کې دوه زره جریبه بڼونه جوړیږي



روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي دي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوي او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه برابره شوې ده.
 
هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د مېوو دوه زره جریبه نوي بڼونه جوړیږي.
 
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.

د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې کندهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.
د کرنې وزارت له خوا د نوي بڼونو جوړول، د زړو بڼونو بیارغول او پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل د بڼوالۍ د سکټور د پیاوړتیا او د نوي بڼونو د پېژندنې لامل شوي دي او له دې لارې بزګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ