امريکا له افغانستان سره د ۱۹۲ چورلکو ژمنه کړې وه خو اوس يې شمېر راکم  او يوازې ۶۳ چورلکې به افغان پوځ ته ورکړي 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو په ۲۰۱۶ کال کې ژمنه کړې وه، چې ۱۹۲ چورلکې به د افغان پوځ په اختيار کې ورکړي، خو اوس يې شمېر راکم کړی دی او له يادو چورلکو به يوازې ۶۳ چورلکې ورکړي. 

له ۶۳ چورلکو ۵۳ چورلکې بلک هاک دي او پاتې لس نور يې اې سي ۲۰۸ چورلکې دي. د امريکا پوځ يلي دي، چې د چورلکو شمېر د افغان پوځ د اړتيا پر اساس راکم کړی دی. 

د امريکا متحدو ايالتو پوځ ۲۰۱۶ز کال کې له افغان هوايي پوځ سره ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ کال به ۱۵۹ بلک هاک او ۳۹ اې سي ۲۰۸ چورلکې ورکړي. 

امريکا پر داسې وخت کې پر افغان هوايي ځواک د چورلکو مرسته راکمه کړې ده، چې د هوا خربوالي، تخنيکي ستونزو او طالبانو بريدونو په پايله کې د افغان پوځ څو چورلکو رانسکورې شوې دي.