د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبال پر ټاکنې د ارګ او اجرائيه رياست جنجال 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ سلواغې)، د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبال وزير ټاکنې په اړه اجرائيه رياست وايي چې د ملي يووالي حکومت د هوکړې خلاف پرېکړه ده. 

د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي وايي چې د ملي يووالي حکومت د شوې پريکړې اړوند د بهرنيو چارو وزارت څوکي د اجرائيه رياست برخه وه چې ارګ اوس پر خپل سر ورته سرپرست ټاکلی دی. 

رحيمي وايي چې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال څوکي د ولسمشر برخه وه، چې  اوس يې هم سرپرست او هم سياسي مرستيال دواړه دغه وزارت ته ټاکلي دي او د اجرائيه رياست برخه يې هم نېولې ده. 

د صلاح الدين رباني له استعفا وروسته،  ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر اساس د بهرنيو چارو وزارت ته ادريس سرپرست ادريس زمان  معرفي او وروسته يې دی له دندې ګوښه او پر ځای يې محمد هارون چخانسوري نوی سرپرست معرفي کړ.