د انګلېسي ژبې زده کوونکي د انګلېسي ګرامر دوه مهمې برخې په يو ډول کاروي په داسې حال کې چې د دواړو ترمنځ توپير شتون لري. دغه دوه برخې مصدر (infinitive) او مصدري نوم (gerund) دی.
۱- infinitive ته په پښتو کې مصدر وايي. مصدر هغه کلمه ده چې زمانه يې وي مالومه. په انګلېسي کې د to کلمه او له هغې وروسته د فعل اول حالت ته infinitive وايي او عموماً په جمله کې د کارول شوي يا اصلي فعال څخه وروسته راځي.
بېلګه: to go, to sleep, to study
۲- مصدري نوم (gerund). هر کله چې د انګلېسي ژبې فعال سره د ing- توري اضافه شي او د فعل دنده د نوم په ډول وي، مصدري نوم (gerund) ورته وايي. دلته بايد متوجې اوسئ، چې ورته د ing- له ورکولو موخه جاري زمانې نه دي، بلکې فعل په نوم اړول او ورڅخه مصدري نوم جوړول دي.
بېلګه:
going, sleeping, studying
مصدر (infinitive) او مصدري نوم (gerund) دواړه په جملو کې له اصلي فعال وروسته راځي. د انګلېسي ژبې له ځينو فعلونو سره که مصدر (infinitive) او يا هم مصدري نوم (gerund) راشي مانا کې يې کوم تغير نه راځي. لکه د remember يا په ياد لرلو فعل. له دغه فعل وروسته مصدر (infinitive) او مصدري نوم (gerund) دواړه کارولی شئ.
بېلګه:
I REMEMBERED LOCKING THE DOOR.
I REMEMBERED TO LOCK THE DOOR.
پورته مثال کې که له remember وروسته to lock راشي او يا هم locking د جملې په مفهموم کې د پام وړ تغير نه راځي. د انګلېسي ژبې ځيني نورو فعلونو سره بايد يوازې يا مصدر (infinitive) او يا هم مصدري نوم (gerund) راشي. له يادو فعلونو سره که د مصدري نوم (gerund) پر ځای مصدر (infinitive) او يا هم د مصدر (infinitive) پرځای مصدري نوم (gerund) راشي د جملې مفهوم ګډوډيږي.
بېلګه:
She likes dancing a lot.
دلته فعل like دی چې وروسته ورڅخه بايد مصدري نوم (gerund) وکارول شي.
I want to study.
دلته بيا د want فعل وروسته د مصدري نوم (gerund) پر ځای، مصدر (infinitive) راځي.
د ښې زده کړې لپاره لاندې درې نوملړونه درسره مرسته کولی شي: