محسن دوړ او ملګري یې  خوشي شوي دي

روهي(څلورنۍ/۹ د سلواغی)، د پښتون ژوغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ او ځینې ملګري یې تېره شپه خوشي شوي دي. پوليس چارواکو ويلي دوى ته يوازې په يوۀ ټاکل شوي ځاى کې د يوې احتجاجي غونډې ويل شوي و، خو احتجاجيانو غوښتل چې د غونډې له ځايه ووځي او پر لارو او سړکونو احتجاجي لاريون وکړي. د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې هم لاریونونه وشول.
علي وزیر تردې احتجاج وروسته پېغام کې ویلي، دی په خوندي ځای کې دی او ملګري يې ورغوښتي، چې د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي. پېښور کې د وتلي لاريون کډونواله او پښتون ژغورنې د غورځنگ غړې ثنا اعجاز  وويل  د غورځنگ مشر يې په دې نيولى چې ولې يې د اساسي قانون د نيمگړتيا خبره کړې. دى خو د يوۀ غورځنگ مشر دى ان دا د يوه عادي وگړي حق دى چې ووايي يو قانون يې د حقونو ساتنه کوي او که نه