هېلټن ډېن اکرمن د افغان کرکټ لوبدلې روزونکي په توګه وګمارل شو

روهي(څلورنۍ/۹ د سلواغی)، د سوېلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی هېلټن ډېن اکرمن یې د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه ګومارلی دی. هېلټن ډېن اکرمن د سوېلي افریقا په کورني کرېکټ او د نامبیا کرېکټ په ملي لوبډله کې د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اجراییه مشر لطف الله ستانکزی وايي، اکرمن به د کرېکټ خپله تجربه له افغان لوبغاړو سره شریکه کړي  هېلټن ډېن اکرمن په اسټرالیا کې هم د روزنې تجربه لري.
نوموړی داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږي، چې د ولایتونو ترمنځ د چلنج کپ سیالۍ هم د راتلونکې جنورۍ پر لومړۍ نېټه پیلېږي چې د ۲۰ ولایتونو لوبډلې به پکې ګډون وکړي.