هند د ملالې یوسفزۍ په اړه د (ګل مکۍ) په نوم فلم جوړ کړی

روهي (څلور نۍ/۹ د سلواغې)، د هندوستان بالیوډ سېنما د بشري حقونو او زده کړو برخه کې فعالې ملالې يوسفزۍ په اړه فلم جوړ کړی دی.

دغه فلم د ګل مکۍ په نوم دی، چې د راتلونکې جمعه (د جنورۍ په ۳۱) نندارې ته وړاندې کيږي. دغه فلم ۱۳۰ دقیقې دی، چې په هندي ژبه ډک شوی دی.

اتل کلکرنی
دیویه دتتا
اوم پوری
عارف زکريا
مکیش ریشي
ابهیمانیو سینګ
پنکج تریپاټي، دغه فلم کې مرکزي رولونه لوبولي دي. د‌ ګل مکۍ فلم کيسه پروین انګری لیکې ده.

د فلم داستان د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر ژوند او مبارزې څرخي.  <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200129_174628_758.sdoc-->