۶۲ تنه سرتیري د طالبانو له بنده خوشې شول

روهي(څلورنۍ/۹ د سلواغه)، تېره شپه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه سرتېري خلاص کړي دي. دا سرتېري د ملي دفاع وزارت په وینا د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې خوشي شوي د ملي دفاع وزارت وايي، د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه سرتېري خلاص کړي دي. ملي دفاع وزارت له خوا په خپرو شویو وېډیو کې له بنده خلاص شوي سرتېري د طالبانو د ناوړه چلند یادوي.
له بلې خوا ځايي چارواکي د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر دوه پوستو د برید خبر ورکوي. د دشت ارچي ولسوال وايي دې نښته کې طالبانو ته هم د سر دروند زیان اوښتی، هغه وویل په دې نښته کې د درې سرګروپانو په ګډون پنځلس طالبان وژل شوي وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د دشت ارچې د تېرې شپې په برید کې یې له دېرشو زیات سرتېري وژلي څلور یې ژوندي نیولي دي.