د فلسطين او اسرائيلو لپاره د ټرمپ طرحه؛ فلسطين به د اسرائيلو يو ولايت وي  

د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د اسرائيلو او فلسطين د سولې پلان په نوم طرحه وړاندې کړې ده. دغه طرحه او پلان چې امريکا او اسرائيلو ترتيب کړې ده، په سيمه کې اسرائيلو ته بشپړ واک، کنټرول او قدرت ورکوي او فلسطين يې په داسې ډول معرفي کړی دی، لکه د اسرائيلو يو ولايت. 

د سولې پلان په نوم د ټرمپ طرحه چې په ۱۸۰ پاڼو کې چمتو شوې دي، مهم مسايل يې په لاندې ډول دي. 

۱- امنيتي برخه: 
دغه طرحه کې فسلطين ته د خپل ځان د ساتنې او کنټرول واک ورکړل شوی دی، خو هر هغه ځواک چې د اسرئيلو لپاره ګواښ وي، فلسطين تر منع شوی دی. دغه طرحه په څرګنده ويل شوي دي چې د فلسطين په نوم جغرافيه به په بشپړ ډول بې وسلې وي او فلسطين کې  هېڅ حکومت به دا واک ونه لري چې وسله وال پاتې شي. که چېرې فلسطين پوځ جوړوي او يا هم هر ډول پوځي چارې تر سره کوي نو د اسرائيلو اجازه په کې اړينه ده او پرته د اسرائيلو له اجازې پوځي اقدامات او چارې نه شي تر سره کولی. په فلسطين دا بنديز هم لګول شوی دی، چې د اسرائيلو له هوکړې پرته له هېڅ کوم بل هېواد سره پوځي او سياسي تړون او اړيکې نه شي ساتلی. اسرائيل حق لري چې د فلسطين دننه هره هغه ډله چې دوی ته ګواښ وي له منځه يوسي او همدا ډول د فلسطين دننه پر وسلو او نورو پوځي مسايلو څارنه وکړي.
دې طرحه کې له فلسطين غوښتل شوي دي، چې ټول هغه قضيې چې د اسرائيلو او امريکا پر وړاندې يې لري او په نړيوالو محکمو کې يې ثبت کړي دي بايد ترې لاس پر سر شي. 

۲- پولې او پرخوالی: 
دغه طرحه کې د فلسطين پرخوالی او پولې محودې شوې دي. هغه سيمه چې د اسرائيلو او فلسطين د جګړو پر مهال چې ۱۹۶۷ کال پېښې شوې وي، اسرائيل به يې يوازې يوه کوچنۍ برخه فلسطين ته ورکوي. اسرائيلو ته دا صلاحيت ورکړل شوی دی چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ پر ټولو پولو کنټرول ولري او څارنه وکړي. د ټرمپ د دغه طرحې اړوند فلسطين پرته له اسرائيلو له بل هېڅ کوم هېواد سره پوله نه لري، او فلسطين د اسرائيلو په منځ کې پروت هېواد دی، چې  څلور واړه خواوو ته يې اسرائيل موقعيت لري. فلسطين يوازې لويدځ لور ته په کمه اندازه مديترانې سمندر ته لار لري او نور په وچه کې پروت دی. 

۳- بيت المقدس: 
۱۹۴۹ ز کال کې د اسرائيلو او اُردن ترمنځ د لنډمهاله سولې په پايله کې بيت المقدس په دوه برخو ووېشل شو. په ۱۹۶۹ کال کې د عرب او اسرائيلو جګړو وروسته بيت المقدس په بشپړ ډول د اسرائيلو په واک کې راغی. د ټرمپ په دغه طرحه کې بيت المقدس د اسرائيلو خاوره شمېرل شوې او د اسرائيلو د پلازمېنې نوم ورکړل شوی دی. د فلسطين پلازمېنه به د بيت المقدس په ختيځ کې وي. 

۴- حکومت:
د ټرمپ په دغه طرحه کې له فلسطين سره د يو مېلېون دندو جوړېدو، په مېلېونه  ډالر مرستې، د فقر پر وړاندې مبارزه او نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې  شوې دي. د ټرمپ د طرحې اړوند به فلسطين، اسرائيل د يهودو د يو خپلواکه هېواد په توګه پېژني او همدا ډول به د لېبرال ديموکراسۍ اړوند حکومت او يا هم خپل خاص حکومت تشکيل کړي خو چې د اسرائيلو  هوکړه په کې شتون ولري. 

د ټرمپ دغه طرحې ته په کتو اسرئيل نه يوازې پر فلسطين د يرغلګر ځواک په توګه رامخ ته شوی دی، بلکې د منځني ختيځ پر ټول هېوادونو او په لويه کې پر اسلامي نړۍ د اسرائيلو د واکمن کېدو هڅه ده. 

دا چې له وړاندې هم د غرب او کفري نړۍ په دسېسو کې اسلامي هېوادونه په جګړه، فقر، ستونزو، بنديزونو او تاوتريخوالي کې ساتل شوي دي، د ټرمپ دغه طرحه په ستر سپين سترګيتوب سره د فلسطين بيچاره ولس او اسلامي امت پر وړاندې دسېسه ده. د نړۍ ستر اسلامي هېواد سعودي عربستان هم له وړاندې د لوېدځې نړۍ او په ځانګړي ډول د امريکا په لومو کې پروت دی او ويره دا ده چې ښايي د  دغه طرحې په جوړېدو کې به له سعودي عربستان سره سلا - مشورې شوې وي او سعودي عربستان به په پټه او يا هم په څرګنده د ټرمپ د دغه طرحې ملاتړ وکړي. 

د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو لکه اندونزيا، ترکيې مصر، عربي متحده امارتو، ماليزيا، د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، افريقا او نورو هېوادونو ته په کار ده، چې په يو غږ د امريکا د دغه طرحې پر وړاندې شکايات  وکړي او همدا ډول چين او روسيه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وېټو حق لري، د اسرائيلو او امريکا دغه دسېسه چې د اسلامي  نړۍ پر وړاندې يې جوړه کړې ده ور خنثی او باطله اعلان کړي.