يوه کورنۍ له چين عربي متحده اماراتو ته کرونا ويروس انتقال کړی 

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، عربي متحده اماراتو کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. چارواکي وايي چې يوه کورنۍ له چين عربي متحده اماراتو ته راغلي او دغه ويروس يې له ځان سره راوړی دی. 

د عربي متحده اماراتو روغتيا وزارت د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې د يادې کورني غړي تر جدي حارنې او درملنې لاندې نيولي دي. 

د دبۍ نړيوال هوايي ډګر مسوولين هم ويلي  دي چې له ټول نړۍ او په ځتنګړي ډول له چين ټول هغه مسافرين چې عربي متحده اماراتو ته راځي تر څار او معايناتو لاندې دي.