روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، هزاره مشر محمد محقق وايي چې مجاهدينو د افغانستان لپاره قربانۍ ورکړي دي او دوی ته د جنګ سالار ويل د مجاهدينو په حق جفا او ظلم دی.
تېره ورځ د شوري ملاتړي حکومت پر وخت کې سالنګ کې د هوايي بمبار ۳۱ کليزه ولمانځل شوه چې نېږدې زر کسان په کې وژل شوي وو.
ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق، حاجي الماس او يو شمېر نور پخواني مجاهدين د دغه غونډې ګډونوال وو. دوی د افغانستان د تېر جهاد پر ارزښت خبرې وکړي او د مجاهدينو قربانۍ يې وستايلې.
محقق نيوکه وکړه چې هغه په مېلېونه مجاهدين چې د افغانستان په لېرو کليو او ولسواليو کې ژوند کوي ورته پاملرنه نه کيږي.
بيا له بلې خوا ډاکټر عبدالله عبدالله له وخت په ګټې یاده غونډه کې د سولې پر بهير او ټاکنو خبرې وکړې. عبدالله عبدالله ويلي چې ولس له جګړې ستړی او د تل پاتې سولې په لټه کې دی.
وروستي